د مظلومي غزې آه
شعـور مـړ شـوی او غیرت مړ دی
پدې قـومو کي انسـانیت مــړ دی
یوې خورکۍ نن په سلګوکي ویل
رسـول الله ستـا ټول امت مړ دی
تـه بې ضمیـره په دولت لـوبېـږې
هـلتـه د لــوږي ټـول ملـت مړ دی
ربـه د آه چیغــه یې خپـله واوره
د مخـلــوقــاتـو دي همت مـړ دی
چي به یې طمعه د مدد درلــوده
اوس د غـزي هغـه حـالت مـړ دی
نعــره د وامـعـتصمــا یې مـړه ده
صلاح الدین غـوندي قامت مړدی
ستا په درد دومره دردیلی خبیب
د ژوندانه یې شان شـوکت مړدی
طالب خبیب فراهي
شعـور مـړ شـوی او غیرت مړ دی
پدې قـومو کي انسـانیت مــړ دی
یوې خورکۍ نن په سلګوکي ویل
رسـول الله ستـا ټول امت مړ دی
تـه بې ضمیـره په دولت لـوبېـږې
هـلتـه د لــوږي ټـول ملـت مړ دی
ربـه د آه چیغــه یې خپـله واوره
د مخـلــوقــاتـو دي همت مـړ دی
چي به یې طمعه د مدد درلــوده
اوس د غـزي هغـه حـالت مـړ دی
نعــره د وامـعـتصمــا یې مـړه ده
صلاح الدین غـوندي قامت مړدی
ستا په درد دومره دردیلی خبیب
د ژوندانه یې شان شـوکت مړدی
طالب خبیب فراهي
❤3😢2💯2
په تا درود
سهار په تادرود اوهم ماښام په تادرود
مدام په تا درود په احترام په تادرود
هر دم هره شېبه اوهره ساه په تادرود
د ماتو ماتو زړونو له خیام په تا درود
څښتن یې دوفا صدق اخلاقومحترمه
هردم په تادرود اوګام پرګام په تادرود
رحمت یې او نعمت یې لطرفه د الله ج
ومونږته یې درب یوسترانعام په تادرود
محبوبه محترمه قدردانه دخدای دوسته
درکړی رب سپیڅلی پاک کلام په تادرود
فاتح فرهاد راونغاړه دوصل په وږموکې
نصیب یې کړه داستادوصل جام په تادرود
فاتح فرهاد
سهار په تادرود اوهم ماښام په تادرود
مدام په تا درود په احترام په تادرود
هر دم هره شېبه اوهره ساه په تادرود
د ماتو ماتو زړونو له خیام په تا درود
څښتن یې دوفا صدق اخلاقومحترمه
هردم په تادرود اوګام پرګام په تادرود
رحمت یې او نعمت یې لطرفه د الله ج
ومونږته یې درب یوسترانعام په تادرود
محبوبه محترمه قدردانه دخدای دوسته
درکړی رب سپیڅلی پاک کلام په تادرود
فاتح فرهاد راونغاړه دوصل په وږموکې
نصیب یې کړه داستادوصل جام په تادرود
فاتح فرهاد
💯6❤1
غزل
هم يې زاړه هم يې واړه ملامت
په درست جهان دي پښتانه ملامت
ورځ رڼاګانې راوړي کور یې ودان
شپه چې راوړي دی لمرلوېده ملامت
ماغيږ کړه خلاصه درته تـه رانغلې
اوس وايه زه يم او که ته ملامت
ګل د اغزو په مټو ګل ياديږي
اغزي که وي ګلان پاخه ملامت
وژني مې هم او جنازه مې هم کړي
قاتـل معصــوم ګنهـګار زه ملامت
غواړو له تا خدايه رحمت مغفرت
سجدې کـــوو درته له زړه ملامت
مجرم یاديږي پکتیاوال سعيدي
ثبوت يې څه دی او په څه ملامت
پکتیاوال سعيدي
هم يې زاړه هم يې واړه ملامت
په درست جهان دي پښتانه ملامت
ورځ رڼاګانې راوړي کور یې ودان
شپه چې راوړي دی لمرلوېده ملامت
ماغيږ کړه خلاصه درته تـه رانغلې
اوس وايه زه يم او که ته ملامت
ګل د اغزو په مټو ګل ياديږي
اغزي که وي ګلان پاخه ملامت
وژني مې هم او جنازه مې هم کړي
قاتـل معصــوم ګنهـګار زه ملامت
غواړو له تا خدايه رحمت مغفرت
سجدې کـــوو درته له زړه ملامت
مجرم یاديږي پکتیاوال سعيدي
ثبوت يې څه دی او په څه ملامت
پکتیاوال سعيدي
💯4🥰1🫡1😘1
داســــــتا له غــــمهْ بهیدلې مي اشنا اوښکي
درپسې توی مې په سلګو کړلې بیګا اوښکي
ستا د راتګ په تمه هر سهار څارمهْ لاري
ماښام په چیغو تویومه په ژړا اوښکي
لکه یعقوب چي د یوسف په جدایې کې ژړل
له ما هم وچې شولې سترګو کي بیا بیا اوښکي
بس کړه نور بس کړه بس وَ خپل رب ته په شپه کي ژاړه
ډیر قیمتې دي ذوالجلال ته بس همدا اوښکي
د ژوندون هره مرحله به یې کامیابه وي تل
مورکۍ چي توی کړې په بچې پسي تر شا اوښکي
عتیق الله عثماني داسي غم ځپلی یم چي
څوک به بدلې کړې له مانه په خندا اوښکي
قاري عتیق الله عثماني
درپسې توی مې په سلګو کړلې بیګا اوښکي
ستا د راتګ په تمه هر سهار څارمهْ لاري
ماښام په چیغو تویومه په ژړا اوښکي
لکه یعقوب چي د یوسف په جدایې کې ژړل
له ما هم وچې شولې سترګو کي بیا بیا اوښکي
بس کړه نور بس کړه بس وَ خپل رب ته په شپه کي ژاړه
ډیر قیمتې دي ذوالجلال ته بس همدا اوښکي
د ژوندون هره مرحله به یې کامیابه وي تل
مورکۍ چي توی کړې په بچې پسي تر شا اوښکي
عتیق الله عثماني داسي غم ځپلی یم چي
څوک به بدلې کړې له مانه په خندا اوښکي
قاري عتیق الله عثماني
❤3💯2😘1
سلګۍ
څومره محبوبې دي الله ته نیمه شپه کې
سلګۍ
چي شي شريکې له معبود سره سجده کې
سلګۍ
دمعرفت ترټولو غوره اوبهتره لاره
هغه چي وکړي له اخلاصه په ګوښه کې
سلګۍ
دغه یؤ رمز دعاشقانوماته ښه معلوم ده
تاسره خاندي خو لري پټې سینه کې
سلګۍ
دمینې کیف ده ملائکې یې لیدنه کوي
د یا الله ناري وهي هره شیبه کې
سلګۍ
له عباثیاتؤ چي ځانونه ژغوري داخلګ دي
دخدای له لاري سره وصل کړي مُژده کې
سلکۍ
د ملکرتیا تکل یې وکړه لوګری ثاقبه
ته هم يؤ ځای ور سره وکړه بدرګه کې
سلګۍ
ثاقب لوګری
څومره محبوبې دي الله ته نیمه شپه کې
سلګۍ
چي شي شريکې له معبود سره سجده کې
سلګۍ
دمعرفت ترټولو غوره اوبهتره لاره
هغه چي وکړي له اخلاصه په ګوښه کې
سلګۍ
دغه یؤ رمز دعاشقانوماته ښه معلوم ده
تاسره خاندي خو لري پټې سینه کې
سلګۍ
دمینې کیف ده ملائکې یې لیدنه کوي
د یا الله ناري وهي هره شیبه کې
سلګۍ
له عباثیاتؤ چي ځانونه ژغوري داخلګ دي
دخدای له لاري سره وصل کړي مُژده کې
سلکۍ
د ملکرتیا تکل یې وکړه لوګری ثاقبه
ته هم يؤ ځای ور سره وکړه بدرګه کې
سلګۍ
ثاقب لوګری
🥰3🕊2💯2
غزل
چې خړوبه نه شي ستاد مخ دیدار کې
داسې تنده مې شنه مشه په خمار کې
تر سهاره چې ځنګیږي د یار درد کې
داسې څړیکه مې پیدا شه په پرهار کې
چې په زړو باندې کړي لوبې بیرته درومي
داسې ښکلي پیدا مه شه په دې ښار کې
چې په ناز کې دې یو راز پروت نه وي یاره
ما ملنګ سړی به ځان څخه بېزار کې
یـاره ته د عبیده نـوم په خوله واخله
زه درزمه د آغزو په سخته لار کې
طالب عبیده بغلانی
چې خړوبه نه شي ستاد مخ دیدار کې
داسې تنده مې شنه مشه په خمار کې
تر سهاره چې ځنګیږي د یار درد کې
داسې څړیکه مې پیدا شه په پرهار کې
چې په زړو باندې کړي لوبې بیرته درومي
داسې ښکلي پیدا مه شه په دې ښار کې
چې په ناز کې دې یو راز پروت نه وي یاره
ما ملنګ سړی به ځان څخه بېزار کې
یـاره ته د عبیده نـوم په خوله واخله
زه درزمه د آغزو په سخته لار کې
طالب عبیده بغلانی
👍3💯2🕊1
غزل
څپې د مجازي خواهش لاهو دي په زړګیو
سیده مسیر پریښی دی بلا ډیرو سړیو
بدلون به نو خود نه راځي حالاتو کې د ژوند مو
دعاوې پرته کیږي له آهونو او سلګیو
غُورې وهې دښمن ځکه په مونږ د زمري غوندې
پریښې مو سُنت دی د چانټو او د پګړیو
نه تا کړي نه ما ، غندنې کیږي حساب نسته
غزه کې وینه توی سوه د دې عصر د زمریو
جهاد کې اطاعت مو د عمر او منصور وکړو
نو اوس به بیا د شیخ صاحب په لاره ځو زلمیو
خبرې لږ ، لږ خوند کړي د عمل ژبه خوږه وي
عمل او هنر دواړه حسابیږي له غمیو
عبد العلي مهاجر ګټه نه کوي خپل ځان ته
را بولي مو د ځان اصلاح ته ورڼو میړنیو
م عبد العلي مهاجر
څپې د مجازي خواهش لاهو دي په زړګیو
سیده مسیر پریښی دی بلا ډیرو سړیو
بدلون به نو خود نه راځي حالاتو کې د ژوند مو
دعاوې پرته کیږي له آهونو او سلګیو
غُورې وهې دښمن ځکه په مونږ د زمري غوندې
پریښې مو سُنت دی د چانټو او د پګړیو
نه تا کړي نه ما ، غندنې کیږي حساب نسته
غزه کې وینه توی سوه د دې عصر د زمریو
جهاد کې اطاعت مو د عمر او منصور وکړو
نو اوس به بیا د شیخ صاحب په لاره ځو زلمیو
خبرې لږ ، لږ خوند کړي د عمل ژبه خوږه وي
عمل او هنر دواړه حسابیږي له غمیو
عبد العلي مهاجر ګټه نه کوي خپل ځان ته
را بولي مو د ځان اصلاح ته ورڼو میړنیو
م عبد العلي مهاجر
❤3💯2🫡1
تندی مې ګورمه خو څه وکړم هنداره نشته
د بخت په تله کې څه برخه زما لپاره نشته
ما به د یار په تور اوربل کې خامخا ټومبل خو
کر د اغزیو دی ګلونو ته هیڅ لاره نشته
ذره،ذره زړه ږدم د صبر د چنار سیوري ته
بله آسره مې پرته ستا له انتظاره نشته!!
د سینې در یې د نظر په غشو مات رامات کړ
خلاصی د هغو ښکلو سترګو له ګوزاره نشته
ما د وجود دننه سوځي درد بیخې زیات شوی
ته خو مې وینې! زغم زما، پروردګاره نشته
مونږ له مودو یارمله ژوند کوو په داسې چم کې
چې خلک شته،خو برخمن له اِبتکاره نشته
یارمل کندوزی
د بخت په تله کې څه برخه زما لپاره نشته
ما به د یار په تور اوربل کې خامخا ټومبل خو
کر د اغزیو دی ګلونو ته هیڅ لاره نشته
ذره،ذره زړه ږدم د صبر د چنار سیوري ته
بله آسره مې پرته ستا له انتظاره نشته!!
د سینې در یې د نظر په غشو مات رامات کړ
خلاصی د هغو ښکلو سترګو له ګوزاره نشته
ما د وجود دننه سوځي درد بیخې زیات شوی
ته خو مې وینې! زغم زما، پروردګاره نشته
مونږ له مودو یارمله ژوند کوو په داسې چم کې
چې خلک شته،خو برخمن له اِبتکاره نشته
یارمل کندوزی
💯6❤3
غزل
خیالونه ځوان دي د زړه شور مړ دی
یو لیونی د عشق په تور مړ دی
د وطن سخته وه چي غږ به وشو
چي د څلورو خویندو ورور مړ دی
تیاره مسير ستورې سپوږمۍ نلري!
هم د راغه د راهب اور مړ دی
په اِلــــزامــونو باندې بار لېونی
ستا د خمار عشق په پېغور مړ دی
ای د رڼا قاتله ښه یې واوره !
دلته ستا شر او فساد نور مړ دی
لامده په اوښکو وړم معصوم اننګي
نشته درمان د زړه ټڪور مړ دی
د مهاجر جواد رنځــــور قسمته !
لاس په زړۀ ږدۀ د سترګو تور مړ دی
مهاجر جواد
خیالونه ځوان دي د زړه شور مړ دی
یو لیونی د عشق په تور مړ دی
د وطن سخته وه چي غږ به وشو
چي د څلورو خویندو ورور مړ دی
تیاره مسير ستورې سپوږمۍ نلري!
هم د راغه د راهب اور مړ دی
په اِلــــزامــونو باندې بار لېونی
ستا د خمار عشق په پېغور مړ دی
ای د رڼا قاتله ښه یې واوره !
دلته ستا شر او فساد نور مړ دی
لامده په اوښکو وړم معصوم اننګي
نشته درمان د زړه ټڪور مړ دی
د مهاجر جواد رنځــــور قسمته !
لاس په زړۀ ږدۀ د سترګو تور مړ دی
مهاجر جواد
❤2💯2😘1
نعت شریف
ستا د نوم ذکر مې زړه لره ملهم شـﻱ
شپه شـﻱ تیره په درودو کې صبح دم شي
په توبـې د استغفار باندې یې مینځم
چې مې پاک له ګناهو د زړه حرم شي
بختور به شم چې درشم ستا تر کلـﻱ
چې مې ستړی انتظار خلاص له عجم شي
ستا دیدن باندې چې کله مشرف شم
نو دردونه د زړګـﻱ به مې لږ کم شي
زما تنده به په هغه ورځ شـﻱ ماته
چې نصیب مې اوبه پاکې د زمزم شي
ستا د کلي ارماني، عبدالجلیل یم
ما در وغواړه چې غم مې د زړه کم شي
عبدالجلیل جهادیار
ستا د نوم ذکر مې زړه لره ملهم شـﻱ
شپه شـﻱ تیره په درودو کې صبح دم شي
په توبـې د استغفار باندې یې مینځم
چې مې پاک له ګناهو د زړه حرم شي
بختور به شم چې درشم ستا تر کلـﻱ
چې مې ستړی انتظار خلاص له عجم شي
ستا دیدن باندې چې کله مشرف شم
نو دردونه د زړګـﻱ به مې لږ کم شي
زما تنده به په هغه ورځ شـﻱ ماته
چې نصیب مې اوبه پاکې د زمزم شي
ستا د کلي ارماني، عبدالجلیل یم
ما در وغواړه چې غم مې د زړه کم شي
عبدالجلیل جهادیار
❤5💯1😘1
همیش دې وي دا ستر ستر ارزښتونه د وطن
ویاړونه د وطن
مکتب او مدرسې علمي کانونه د وطن
ویاړونه د وطن
تفسیر د «جٰهِدُوا فِى اللّٰه» کوي سهار، ماښام
روزي پۀ جهادي فکر نسلونه د وطن
ویاړونه د وطن
قلم سره پۀ څنګ کې هنر ښیي د ټوپک
سرشار دې وي د پوهې مرکزونه د وطن
ویاړونه د وطن
یو بل ته غاړېوتي د سکه ورڼو پۀ څیر
یــــــووالی، اتحاد لري قومونه د وطن
ویاړونه د وطن
بلبل د آزادۍ خوږې نغمې وایي پۀ شرنګ
لۀ خیال ځانګي راځانګي چنارونه د وطن
ویاړونه د وطن
قلم دې رحماني وصاله! تل ساته روان
ستایه ابتکارات او نــــوښتونه د وطن
ویاړونه د وطن
رحماني وصال
ویاړونه د وطن
مکتب او مدرسې علمي کانونه د وطن
ویاړونه د وطن
تفسیر د «جٰهِدُوا فِى اللّٰه» کوي سهار، ماښام
روزي پۀ جهادي فکر نسلونه د وطن
ویاړونه د وطن
قلم سره پۀ څنګ کې هنر ښیي د ټوپک
سرشار دې وي د پوهې مرکزونه د وطن
ویاړونه د وطن
یو بل ته غاړېوتي د سکه ورڼو پۀ څیر
یــــــووالی، اتحاد لري قومونه د وطن
ویاړونه د وطن
بلبل د آزادۍ خوږې نغمې وایي پۀ شرنګ
لۀ خیال ځانګي راځانګي چنارونه د وطن
ویاړونه د وطن
قلم دې رحماني وصاله! تل ساته روان
ستایه ابتکارات او نــــوښتونه د وطن
ویاړونه د وطن
رحماني وصال
❤6💯2👍1🥰1
افغانستان
د منصور او ملا عمر افغانستان
تل یې ساتو په هنرافغانستان
پرې ورکړې یې بېشمیره قربانۍ دي
د جلال او د یاسر افغانستان
دنړۍ امپرطوران یې رانسکورکړه
دملا داد الله رهبر افغانستان
پکښې رپي دتوحیدسپین بیرغونه
امن امن لر او بر افغانستان
تاریخونه پرې شاهددي د قرنونو
غیرتمن او بهادر افغانستان
واه فاتح فرهاده څومره ښکلی ښکاري
خدای دي ساتې له نظرافغانستان
فاتح فرهاد
د منصور او ملا عمر افغانستان
تل یې ساتو په هنرافغانستان
پرې ورکړې یې بېشمیره قربانۍ دي
د جلال او د یاسر افغانستان
دنړۍ امپرطوران یې رانسکورکړه
دملا داد الله رهبر افغانستان
پکښې رپي دتوحیدسپین بیرغونه
امن امن لر او بر افغانستان
تاریخونه پرې شاهددي د قرنونو
غیرتمن او بهادر افغانستان
واه فاتح فرهاده څومره ښکلی ښکاري
خدای دي ساتې له نظرافغانستان
فاتح فرهاد
❤7👍1💯1
کامل ولي دزمانې وو عمر
خاوند دکلکې ارادې وو عمر
محضِ توکل يې په الله کړی وو
خړپړ طالب دحُجرې وو عمر
دخدای له لوري مسلمه امته
په څېر دسپينې پرشتې وو عمر
په معنويت او فراست سمبال وو
غریب ملا د مدرسې وو عمر
له یو ميلمه يې پاچاهي قربان کړه
دپښتنــو له قبيلـې وو عمر
ؤ سعيدي د هر شاعر د کلام
مطلع مقطع دترانې وو عمر
پکتیاوال سعيدي
خاوند دکلکې ارادې وو عمر
محضِ توکل يې په الله کړی وو
خړپړ طالب دحُجرې وو عمر
دخدای له لوري مسلمه امته
په څېر دسپينې پرشتې وو عمر
په معنويت او فراست سمبال وو
غریب ملا د مدرسې وو عمر
له یو ميلمه يې پاچاهي قربان کړه
دپښتنــو له قبيلـې وو عمر
ؤ سعيدي د هر شاعر د کلام
مطلع مقطع دترانې وو عمر
پکتیاوال سعيدي
😢5
غزل
نشته د کور او د پټي مشکلات
وطنه تاکې هیڅ سیاسي مشکلات
الله ﷻ دې ټول عمر ذلیله لري
څوک چې وَ تاته جوړوي مشکلات
چې درنه ورک شول طاغوتي ښاماران
آسان دي ستا دغه عادي مشکلات
ربه نور حل کړه په خپل فضل احسان
د ګران اولس اقتصادي مشکلات
پر ایوبي مجاهد بوج شي خدایه
د هر اتل او هر غازي مشکلات
ایوبي مجاهد
نشته د کور او د پټي مشکلات
وطنه تاکې هیڅ سیاسي مشکلات
الله ﷻ دې ټول عمر ذلیله لري
څوک چې وَ تاته جوړوي مشکلات
چې درنه ورک شول طاغوتي ښاماران
آسان دي ستا دغه عادي مشکلات
ربه نور حل کړه په خپل فضل احسان
د ګران اولس اقتصادي مشکلات
پر ایوبي مجاهد بوج شي خدایه
د هر اتل او هر غازي مشکلات
ایوبي مجاهد
❤3👍1💯1😘1
سیوری راپسې دی او که سیوری رانه مخکي ځي?
زه له وخته مخکي ځم که وخت له مانه مخکي ځي?
کله قـــدم وړاندې ځـــي او کله قدم پاتي شي
دا د ژوندانه اصول دي! څوک له چانه مخکي ځي
څومره تقدس یې بیـــان کړی ؤ ټولواک خپـــله
چا ویل چې ګران حبیب له دې دنیانه مخکي ځي
بیا به د چا کور ته د ویرجن حالت انځور ښيې
اوښکې دي سېلاب،سېلاب نن بیا اسمانه مخکي ځي
ګوره! که سیالي د ښایستونو شوه دا واوره نو
نور به دي جانانه د سپوږمۍ رڼا نه مخکي ځي
بس راځه یارمله دلته قدر زموږ نه کېږي!
دلته بې هنره خو له ما او تانه مخکي ځي
یارمل کندوزی
زه له وخته مخکي ځم که وخت له مانه مخکي ځي?
کله قـــدم وړاندې ځـــي او کله قدم پاتي شي
دا د ژوندانه اصول دي! څوک له چانه مخکي ځي
څومره تقدس یې بیـــان کړی ؤ ټولواک خپـــله
چا ویل چې ګران حبیب له دې دنیانه مخکي ځي
بیا به د چا کور ته د ویرجن حالت انځور ښيې
اوښکې دي سېلاب،سېلاب نن بیا اسمانه مخکي ځي
ګوره! که سیالي د ښایستونو شوه دا واوره نو
نور به دي جانانه د سپوږمۍ رڼا نه مخکي ځي
بس راځه یارمله دلته قدر زموږ نه کېږي!
دلته بې هنره خو له ما او تانه مخکي ځي
یارمل کندوزی
💯5❤3😘1
د جنت سوداء
د الله (ج) پرته مو بل څه اسره نه وه
سخت دوران ؤ پر دنیا مو تکیه نه وه
مونږ په تش لاس زغروال وځغلوله
کنې واک کې مو جنګي طیاره نه وه
له جاسوس غدار خاین نه مو ګیله شي
له غربیانو خو د هیچا ګیله نه وه
د چندې روپۍ مرمۍ زمونږ د جهاد وې
د جنت سودا وه ګورئ چنده نه وه
لوی ملا صاحب له ظلم نه آزاد کړو
غلامان به ؤ که خړه حُجره نه وه
د ” عبد العلي مهاجر “ نوم به نه و
لګیــدلې که د وینو ډیــــــوه نه وه
م عبد العلي مهاجر
د الله (ج) پرته مو بل څه اسره نه وه
سخت دوران ؤ پر دنیا مو تکیه نه وه
مونږ په تش لاس زغروال وځغلوله
کنې واک کې مو جنګي طیاره نه وه
له جاسوس غدار خاین نه مو ګیله شي
له غربیانو خو د هیچا ګیله نه وه
د چندې روپۍ مرمۍ زمونږ د جهاد وې
د جنت سودا وه ګورئ چنده نه وه
لوی ملا صاحب له ظلم نه آزاد کړو
غلامان به ؤ که خړه حُجره نه وه
د ” عبد العلي مهاجر “ نوم به نه و
لګیــدلې که د وینو ډیــــــوه نه وه
م عبد العلي مهاجر
💯3❤2👍1🫡1
https://whatsapp.com/channel/0029VbC7nqY9cDDbY6JZ8e0V
دواړه د نوښتګر قلم څښتنان دي واټساپ چینل دی ورسره شئ.
دواړه د نوښتګر قلم څښتنان دي واټساپ چینل دی ورسره شئ.
WhatsApp.com
/م عبدالعلي مهاجر، ارشد تکل/
Channel • 1 follower • ستاسو د ملتیا په هیله!
م عبدالعلي مهاجر 0749932950
ارشد تکل 0702207451
م عبدالعلي مهاجر 0749932950
ارشد تکل 0702207451
❤3💯2👍1
سلامونه او نیکې هیلې، خپل لیکلي نوښتکر او معیاري اشعار مو له دغه لاندې شمیرو څخه یوې شمیرې ته ولیږئ، له بېځایه مزاحمت څخه ډډه وکړئ.
کوم ملګري چې خپل شعر هرې شمیرې ته جلا جلا لیږي، شعر به یې مطلقا نه نشریږي، یوه شمیره انتخاب کړئ ، تاسو ته به پر وخت جواب درکول کیږي.
شعر که د ادارې له اصولو سره برابر وو، پر وخت به نشر کیږي.
د اصولو څخه یو مهم اصل دادی چې شعر باید یو مشر استاد شاعر تر نظر تیر کړی وي مطلب کره کتنه پر سوې وي، که پر شعر باندې کره کتنه نه وي سوې له رالیږلو یې معذورت غواړو.
0779757421
0792595795
0774284716
0703912327
درنښت : د ارزونې کمیټه
کوم ملګري چې خپل شعر هرې شمیرې ته جلا جلا لیږي، شعر به یې مطلقا نه نشریږي، یوه شمیره انتخاب کړئ ، تاسو ته به پر وخت جواب درکول کیږي.
شعر که د ادارې له اصولو سره برابر وو، پر وخت به نشر کیږي.
د اصولو څخه یو مهم اصل دادی چې شعر باید یو مشر استاد شاعر تر نظر تیر کړی وي مطلب کره کتنه پر سوې وي، که پر شعر باندې کره کتنه نه وي سوې له رالیږلو یې معذورت غواړو.
0779757421
0792595795
0774284716
0703912327
درنښت : د ارزونې کمیټه
❤6🫡3👍1😘1
#محبوب_زعیم
دوياړونو عظمتونو دنګ مناره
سلامونه دي پر تا وي حسنداره
قربانۍ ته دي حيران دي تاريخونه
وه اشنا د تاريخونو افتخاره
تا بچی قربان کړ ته د وخت خليل يې
ته دي تل يې ته اتل د خالد پلاره
درپسې يو درسره به يو ترداره
هر قدم دي داسلافو په تګلاره
حکم وکړه اوبيامړه د دښمن شماره
منتظر يو اشاره کوه سالاره
زرکلن شې معظمه با وقاره
محترمه دمسرور دزړه قراره
عتيق اللّٰه مسرور
دوياړونو عظمتونو دنګ مناره
سلامونه دي پر تا وي حسنداره
قربانۍ ته دي حيران دي تاريخونه
وه اشنا د تاريخونو افتخاره
تا بچی قربان کړ ته د وخت خليل يې
ته دي تل يې ته اتل د خالد پلاره
درپسې يو درسره به يو ترداره
هر قدم دي داسلافو په تګلاره
حکم وکړه اوبيامړه د دښمن شماره
منتظر يو اشاره کوه سالاره
زرکلن شې معظمه با وقاره
محترمه دمسرور دزړه قراره
عتيق اللّٰه مسرور
❤3💯2😘1
غزل
پر اوږو وړه تل ددې خوار ملت غم
لارې ته ګورۀ ورو ـ ورو اخلۀ قدم
له مور دعا اخلۀ او زیار وباسۀ
پروا یې مه کړۀ د ستړیاو هیڅ هم
اوبه ؛ خولې د آمن ګل ته ورکړۀ
خولې پرې پاشۀ د شبنم په رقم
اسلام خو وایي: د بل درد آرام کړۀ
د نفس مه منۀ خواهش دې کړۀ کم
د یتیم سر باندې بر لاس تل کښېږدۀ
هنــر د صبــر زدکـړۀ وکـوۀ زغــــم
” عبد العلي مهاجر “ مـــه هیروۀ
دعـا کې یاد یې کړۀ په نوم د آدم
م عبد العلي مهاجر
پر اوږو وړه تل ددې خوار ملت غم
لارې ته ګورۀ ورو ـ ورو اخلۀ قدم
له مور دعا اخلۀ او زیار وباسۀ
پروا یې مه کړۀ د ستړیاو هیڅ هم
اوبه ؛ خولې د آمن ګل ته ورکړۀ
خولې پرې پاشۀ د شبنم په رقم
اسلام خو وایي: د بل درد آرام کړۀ
د نفس مه منۀ خواهش دې کړۀ کم
د یتیم سر باندې بر لاس تل کښېږدۀ
هنــر د صبــر زدکـړۀ وکـوۀ زغــــم
” عبد العلي مهاجر “ مـــه هیروۀ
دعـا کې یاد یې کړۀ په نوم د آدم
م عبد العلي مهاجر
❤4🥰2💯2😘2